Home » افغانستان » صالح: له دې وروسته د موټرونو له پلېټونو د ۳۹عدد لرې کېږي
رویداد خبري آژانس

صالح: له دې وروسته د موټرونو له پلېټونو د ۳۹عدد لرې کېږي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي له دې وروسته د موټرونو له پلېټونو د ۳۹ عدد لرې کوي.

امرالله صالح وايي د ترافیکو چارواکو ته یې لارښوونه کړې ده چې له دې وروسته باید د ۳۹ عدد د موټرونو له پلېټونو لرې شي ځکه د فساد زمینه یې برابره کړې او په ترافیکو ریاست کې په ننګه غوا بدل شوی دی.

ښاغلي صالح ویلي داسې معلومات ورته رسېدلي چې د ترافیکو چارواکي له ۳۹ عدد د بچ کولو لپاره له موټر لرونکو تر دوو یا درېیو سوو ډالرو پورې رشوت اخلي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې هم عامو وګړو داسې ادعاوې کړې چې د یاد عدد د لرې کولو په بدل کې ترافیک چارواکي پیسې ترې اخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...