د ولسمشر لومړي مرستیال په رسنیو کې د مشارکتي او سولې حکومت د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی او هغه یې یوه شیطاني طرحه بللې ده.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان او د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دي.
د صالح په وینا، استخباراتي کړۍ د جعلي او خیالي طرحو په راوړلو هڅه کوي چې په هېواد کې د ولس ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او په هېواد کې څو لوی او واړه حکومتونه رامنځ ته کړي.
د نوموړي په خبره پاکستان غواړي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه او سیمې د دوی په کنټرول کې وي او له دې ځایه د افغانستان په نورو برخو او سیمه کې ترهګریز فعالیتونه او لاسوهنې ترسره کړي.