Home » افغانستان » شاهین قول اردو:بلخ کې ماین چاودنې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل
رویداد خبري آژانس

شاهین قول اردو:بلخ کې ماین چاودنې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، بلخ ولایت کې په یو جومات کې ۳۰ وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبه (د سلواغې۲۵مه نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي، نن سهار ۹:۲۵دقیقې په بلخ ولایت کې د طالبانو د ۶ بهرنیو اتباعو انجینرانو په ګډون۳۰ طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه لیکي، پیښه دومره زوره وره وه چې د بهرنیو اتباعو څېرې د پېژندو وړ نه وې پېښه د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ قُلتا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې، چې وسله وال طالبان د ماین جوړولو زده کړو باندې بوخت وو.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل راوروسته په هېواد کې جګړه زیاته شوې او یو بل رنګ یې غوره کړی دی، د پلازمینې کابل په ګډون په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...