Home » سپورټ » شاهین اسمایي د پنځم ځل لپاره د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله
رویداد خبري آژانس

شاهین اسمایي د پنځم ځل لپاره د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پنځم ځل لپاره د شاهین اسمایي لوبډلې په خپل نوم کړه.

د ۲۰۲۰م کال فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې د تلې په دویمه نېټه له نن ۲۳ ورځې وړاندې د کابل په فوټبال لوبغالي کې پیل شوې وې، نن یې اتلولي شاهین اسمایی لوبډلې په خپل نوم کړه.

شاهین اسمایی لوبډلې په نن لوبه کې سیمرغ البرز لوبډلې ته د دوه پر صفر ګول ۱___۰ ماتې ورکړه او د دې جام سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

رویداد خبري آژانس

به فوټبال غوره لیګ سیالیو کې اته لوبډلې شاهین اسمايي، د سپین‌غر بازان، د اباسین څپې، موج‌های امو، هندوکش عقابان، د میوند اتلان، طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلې ولوبېدلې.

د فوټبال غوره لیګ سیالیو د پای لوبې مراسمو ته نن د افغان حکومت د مصالحې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم لوبغالي ته د لوبې لیدلو لپاره ورغلی و.

عبدالله عبدالله د فوټبال فدراسیون ستاینه وکړه چې له کرونا ویروس وروسته یې په ډیر کم وخت کې یو ستر لیګ په بریالیتوب سره ترسره کړ.

عبدالله عبدالله د ټولو لوبډلو ستاینه وکړه چې په لیګ کې ښې لوبې وکړې، خو د شاهین اسمایی لوبډلې کلک مینه وال و.

د فوټبال غوره لیګ د پرانیستې مراسمو ته پښتنه سندرغاړې نغمه هم راغلې وه .

د دغې لیګ پای لوبې ته نږدې زرګونه مینه وال راغلي و چې خپلې لوبډلې یې له نږدې تشویق کړې.

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالانو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په مسووولینو باندې نیوکي کړي دي چې ګواکې یو شمېر لوبډلو د فدراسیون په خوښه په روغ لاس شاهین اسمایي لوبډلې ته لوبې بایلودې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون لا تر اوسه د خبریالانو دغو نیوکو په
اړه څه نه دي ویلي، خو یوې بلې سرچیني خپلواک ویبپاڼې ته تایید کړه چې د فدراسیون په رهبرۍ کې یو شمېر مسوولین په دغې مسعله کې ښکېل دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...