Home » افغانستان » سېلاب؛ د طبیعت پر وړاندې د بې‌وسۍ کیسه
سېلاب

سېلاب؛ د طبیعت پر وړاندې د بې‌وسۍ کیسه

افغانستان هر کال له بېلابېلو طبیعي پېښو سره مخامخ کېږي؛ له زلزلو او وچکالۍ نیولې تر د ځمکې او واورې ښوېدو پورې. د رسمي شمېرو له مخې، یوازې په تېر کال کې له ۲۵۰۰ څخه ډېر کسان د دغو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه زره کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
په دغو پېښو کې، سېلاب یو له تر ټولو ویجاړوونکو او په ځل ځل پېښېدونکو پېښو څخه ګڼل کېږي؛ هغه پدیده چې د سختو بارانونو او د واورو د ویلې کېدو له امله رامنځته کېږي او په څو شېبو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او د خلکو ژوند له ځان سره وړي.

دا بغلان دی؛ يو له هغو ولایتونو څخه چې د سېلاب پر وړاندې ډېر زیان‌من دی. د ۱۴۰۳ کال د ثور په میاشت کې، په دې ولایت کې ویجاړوونکو سېلابونو یو بشري ناورین رامنځته کړ. له ۳۱۵ څخه ډېر کسان ووژل شول، سلګونه نور ټپیان شول او زرګونه کورونه ویجاړ شول. دا ولایت سږ کال هم یو ځل بیا د ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و.

محمد امیر، د بغلان اوسېدونکی وايي:”ناڅاپه داسې سېلاب راغی چې موږ په خپل عمر کې هېڅکله داسې سېلاب نه و لیدلی. ډېر خلک زیانمن شول.”

مخنیوی، له درملنې غوره دی
له هغه مرګوني پېښې وروسته، د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د حکومت او بنسټونو په مرستې یې د مخنیوي لپاره اقدامات پیل کړي دي. د سېلبرونو پاکول، د استنادي دېوالونو او پلونو جوړول او د زیانمنو برخو ترمیم هغه څه دي چې تر یوه حده يې د دوی اندېښنې کمې کړې دي.

حاجي غلام سخي، د خواجه الوان د سیمې اوسېدونکی وايي:”موږ والي صاحب ته عریضه ورکړه چې ډېر په ستونزو کې یو. وروسته کار پیل شو، ډېر خوشحاله یو. ځکه مخکې چې سېلاب راتلو، ډېر به وېرېدو. ډېر ښه شو، د خدای په فضل او بیا د امارت په برکت د سېلاب لاره پاکه شوه، اوس شپه ارام خوب کوو.”

د مسئولو بنسټونو ترڅنګ، خلک هم لاس په کار شوي او د ساده امکاناتو څخه په ګتې اخيستنې هڅه کوي چې د دې ناورین د بیا ځلې پېښېدو خه ونیسي.

عبدالقدوس احمدزی، د مرکزي بغلان اوسېدونکی وايي:
“دا زموږ کلی دی، موږ د کلي خلک سره راټول شوي یو او په هغو سیمو کې چې سېلاب راځي، خپل ابتدایي اقدامات مو د ځان د دفاع لپاره ترسره کړي دي. د سېلاب لپاره مو لارې جوړې کړې، ډبرې او خاورې مو پاکې کړې او یو ډول دفاعي سیستم مو جوړ کړی دی.”

عبدالخالق میاخېل، د بغلان اوسېدونکی وايي: “په دې وروستیو کې مو د سېلاب لارې پاکې کړې، ویجاړې شوې سیمې مو ترمیم کړې او خلکو ته مو پوهاوی ورکړی چې د سېلاب په لاره کې کورونه جوړ نکړي.”
سره له دې هڅو، د زیانونو جبران اسانه نه دی، هغه څه چې له لاسه وتلي یوازې کورونه او شتمني نه ده، بلکې د ژوند یوه برخه ده چې بېرته نه راګرځي. هغه کورونه چې یو وخت د پناه ځایونه وو، اوس د خاورو په څليو بدل شوي.
خو سره له دې،خو سره له دې، د کارپوهان باور لري چې ستونزه تر دې هڅو هم پراخه او ژوره ده. د خبرتیا سیسټمونو نشتوالی، د بنسټیزو جوړښتونو کمزوري، د غیرمعیاري جوړونې او د عامه پوهاوي نشتوالی، هغه لاملونه دي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنېدو کچه لوړوي.

سید شاه گهرپور، د پوهنتون استاد وايي: “په هغو سیمو کې د کورونو او ودانیو جوړول چې ډېرې زیان‌منې دي او د طبیعي پېښو امکان پکې زیات وي، او همدارنګه د خبرتیا سیسټم نشتوالی، له مهمو ستونزو څخه دي چې کولی شي د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنېدو کچه لوړه کړي.”

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ملي ادارې د شمېرو له مخې، یوازې د روان لمریز کال په طبیعي پېښو کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان یا لادرکه شوي دي.
په همدې حال کې، د بغلان اوسېدونکي د وروستیو سېلابونو له درنو مالي زیانونو شکایت کوي او ټینګار کوي چې د سېلابي لارو پاکول، د استنادي دېوالونو جوړول او عامه پوهاوی، د دې ناورین د بیا پېښېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.

سید محمد، د بغلان اوسېدونکی وايي:”زموږ جومات په بشپړه توګه ویجاړ شوی، سېلاب زموږ سېلبر ویجاړ کړی او موږ ته یې زیان رسولی دی. ټول کلی زیانمن شوی، شاوخوا سل تر یو نیم سوه کورونه او د هغوی ټول سامانونه—ګلیم، قالین، خوراکي توکي—هیڅ هم ورته نه دي پاتې.”
عبدالصبور، د بغلان اوسېدونکی وايي:”دا یو سېلبر دی چې تل له خطر سره مخ دی. که دا زموږ لپاره پاک شي او یو استنادي دېوال ورته جوړ شي، موږ به بې‌غمه شو.”
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسؤلین وایي، چې د خطرونو د کمولو لپاره یې بېلابېلې وقایوي پروژې عملي کړې دي. د هغوی په وینا، په تېر یو کال کې لسګونه پروژې، لکه د استنادي او ګابیوني دېوالونو جوړول، پلي شوي دي.
یوسف حماد، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ملي ادارې ویاند وايي:”د طبیعي پېښو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې په ټول هېواد کې ۹۰ وقایوي او اضطراري پروژې عملي کړې دي، چې ډېری یې د سېلابونو د خطر د مخنیوي او کمولو لپاره وې.”

کارپوهان ټینګار کوي چې د زیانونو کمول یوازې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په غبرګون سره ممکن نه ده،
بلکې مخنیوي، پلان جوړونې او ګډ کار ته اړتیا لري.

حبیب‌الله طاهري، د کابل پوهنتون استاد وايي:”د دغو پېښو د اغېزو کمول هر اړخیزه تګلاره غواړي، چې پکې خلک، دولت او سترې پالیسۍ اساسي رول لري. د طبیعي پېښو مدیریت کولی شي د پېښو شدت او زیانونه په پام وړ ډول کم کړي. بله ډېره مهمه خبره د کلتور جوړونه او د رسنیو او تعلیمي بنسټونو له لارې پوهاوی دی، چې ډېر ګټور تمامېږي.”
په همدې حال کې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره د پنځه کلن ستراتیژیکي پلان له جوړېدو خبر ورکوي؛ داسې یو پلان چې تمرکز یې پر وقایوي پروژو او د راتلونکو خطرونو پر کمولو دی.
یوسف حماد، د یادې ادارې ویاند وايي:”په دې وروستیو کې، د طبیعي پېښو ملي ادارې د موسسو او سازمانونو په همکارۍ یو پنځه کلن ستراتیژیکي پلان جوړ کړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به هڅه وشي تر ډېره وقایوي پروژې عملي شي؛ لکه د ګابیوني، استنادي او بولدر دېوالونو جوړول، چک‌ډیمونه، پلونه او پلچکونه.”

سره له دې ټولو مواردو، سېلاب لا هم په افغانستان کې د زرګونو کورنیو لپاره جدي ګواښ ده او د طبیعت پر وړاندې د انسان د بې‌وسۍ بيا بيا پېښېدونکې کيسه.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو د پروګرام د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له ۳۱ زرو څخه ډېر کسان د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ناڅاپي سېلابونو له امله زیانمن شوي دي؛
داسې شمېرې چې یو ځل بیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومو زېربناوو د جوړولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

خو تجربې ښيي چې د دغو ناورینونو شدت راکمېدلی شي. د استنادي دېوالونو جوړول، د کانالونو او سېلبرونو پاکول، په سېلاب‌ځپلو سیمو کې د غیرمعیاري جوړونو مخنیوی، او تر ټولو مهم د عامه پوهاوي کچې لوړول د خطرونو د کمولو له اساسي ګامونو څخه دي.
تر دې اقداماتو سربېره، د خبرتیا سیسټمونو جوړول، د اوبو د سرچینو ښه مدیریت او ښاري پلان جوړونه هم مهم رول لري.
په پای کې، د دغو پېښو د بيا بيا پېښېدو مخنیوی یوازې د حکومت، بنسټونو او خلکو په ګډې همکارۍ ممکن دی؛ داسې همکاري چې، که جدي ونيول شي، کولای شي يو ناورین په مهارېدونکي ګواښ بدل کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...