Home » افغانستان » سیف د چلډرن: ١٠ میلیونه افغان ماشومان د خوړو نشتوالي له خطر سره مخ دي

سیف د چلډرن: ١٠ میلیونه افغان ماشومان د خوړو نشتوالي له خطر سره مخ دي

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ اداره وایې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې نن سې شنبه د جنورۍ۱۹ (مرغومي ۳۰) په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان چې ۹،۷ میلیونه یې ماشومان دي د خوراکي موادو په ګډون ژغورونکي ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه سازمان د روان میلادي کال لپاره د دغې اړتیا د پوره کېدو لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې مشر کریستوفر نیاماندي ویلي، چې افغانستان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او د کرونا ویروس له بحران سره په یوه وخت مقابل دی نو له دې کبله د ده په خبره دا هېواد په ډېر بد وضعیت کې دی او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

سیف د چلډرن تېره میاشت هم په یو راپور کې ویلي و، چې څه باندي ۳۰۰ زره افغان ماشومان له سخت ژمې سره مخامخ دي او د اړینې مرستي د نه رسېدو له کبله یې د هغوی د مړینې او ناروغۍ د احتمال په اړه خبرې کړې وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...