Home » اقتصادی » سږکال په هېواد کې د کبانو۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي
رویداد خبري آژانس

سږکال په هېواد کې د کبانو۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي

دافغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال به ترڅ کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارم جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت د کب روزنې د برخې امر خلیل الله فروغ وایي، چې سږکال په ټولیزه توګه د افغانستان په بېلابېلوولایتونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د کب روزنې ۱۰۰ فارمونه او په ورته وخت کې د خصوصي سکټور له خوا د کب روزنې ۲۵۰ فارمونه جوړ شوي دي.

رویداد خبري آژانس

دافغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي:” د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي، چې تولیدي فارم یې د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره بچیانو وړتیا لري.”

رویداد خبري آژانس

د یاد وزارت په خبرپانه کې راغلي:” د شمېرو له مخې چې موږ تر لاسه کړي دي، سږکال د کبانو د تولید کچه هم د تېرکال په پرتله یوزر او ۵۰۰ ټنه زیات شوي دي.»دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته ورسېد او سږکال ۱۱ زره او ۵۰۰ ټنو ته رسیږي.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...