د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، چې د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ او دفاع ته ژمن دي.
په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د امریکا-طالبانو د هوکړې د مواردو د نقض په اړه د طالبانو ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی دی چې دوی د دوحې هوکړې پر بنسټ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لګت زیاته کړې، دا ثابته او روښانه خبره ده چې امریکایي ځواکونه به په هر صورت د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړي یو ځل بیا له دواړو لوریو د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړې، طالبان که څه هم د دولتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د وژنو پړه پر غاړه نه اخلي خو په خبره یې هر څه ژر باید د سولې پروسې بریالي کېدو لپاره دې بریدونو ته د پای ټکی کېښودل شي.