Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان کې درې نظامیان د خیانت په تور اعدام شوي
رویداد خبري اژانس

سعودي عربستان کې درې نظامیان د خیانت په تور اعدام شوي

د سعودي عربستان د ملي دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت درې نظامیان یې هېواد سره د خیانت په تور اعدام کړي دي.

العربیه خبري شبکې د سعودي د دفاع وزارت په حواله ویلي، دې درې کسانو د دښمن په اشاره د سعودي عربستان ملي ګټو ته د زیان رسولو هڅه کوله چې تر پېژندلو وروسته نیول شوي او اعدام شوي دي.

راپور کاږي چې یاد کسان د سعودي د نظامي جنایتونو د یوې محکمې له لوري په اعدام محکوم شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...