د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو داسې شواهد لري چې ښیي امریکا د سوریې د ثبات ګډوډولو لپاره له داعش ډلې استفاده کوي.
نوموړي زیاته کړې، داعش ډله چې په ډېرو محدودو سیمو کې فعالیت کوي پر هغو عام المنفعه تاسیساتو او بنسټیزو ځایونو بریدونه کوي چې د سوریې د ثبات لپاره مهمې دي.
د نوموړي په خبره، شواهد ښیي چې داعش دا بریدونه د امریکا په اشاره تر سره کوي.
لاوروف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د سوریې الوطن ورځپاڼې هم نن راپور ورکړی دی چې امریکایي ځواکونو د چورلکو په واسطه د داعش ډلې یو شمېر جنګیالي د الهول له سیمې څخه په حسکه کې خپلې اډې ته لېږدولي دي.