Home » افغانستان » سرور دانش؛ د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه نیمګړې بللې ده
رویداد خبري آژانس

سرور دانش؛ د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه نیمګړې بللې ده

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا- طالبانو د دوحې هوکړه نیمګړې بللې ده او زیاته کړې یې ده چې پر یاده هوکړه باید له سره پوره غور وشي.

سرور دانش په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې که چېرته پر یاده هوکړه له سره غور ونه شي نو د سولې پروسه به له لا ډېرو جدي ننګونو سره مخ شي.

هغه دغه راز ویلي چې د امریکا تېرې ادارې بېړه لرله او په شوې هوکړه کې یې ډېر مهم موضوعات له پامه غورځولي دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې له اړینو موضوعاتو څخه یوه مسئله دا ده چې په شوې هوکړه کې د افغانستان د راتلونکې او ثبات په اړه هیڅ تضمین وجود نه لاره او دا تر ټولو مهمه مسئله وه چې باید په اړه یې نړیوال ضمانتونه موجود وای.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...