Home » سپورټ » زیمبابوې له افغانستان سره د سیالیو لپاره ۳ هېوادونو ته د تګ اجازه لري
رویداد خبري آژانس

زیمبابوې له افغانستان سره د سیالیو لپاره ۳ هېوادونو ته د تګ اجازه لري

د زیمبابوې د سپورټ فدراسیون د دغه هېواد کرکټ بورډ ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره د لوبو لپاره اماراتو، پاکستان او یا هم هند ته ولاړه شي.


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له زیمبابوې سره د لوبو لړۍ به په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په کوربتوب پیل شي.


په دې سیالیو کې درې د شل اوریزو درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې شاملې دي.


دا جازه داسې مهال ورکول کېږي چې لا هم په زیمبابوې کې د کرونا ویروس له کبله ټول ښارونه تړلي دي.


افغانستان له دې وړاندې له ایرلېنډ کرکټ لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې وګټلې او د سوپر سېکس سیالیو په جدول کې یې ۳۰ نومرې ترلاسه کړې.


له زیمبابوې سره سیالۍ هم د سوپر سېکس سیالیو برخه ده چې ګټل یې د افغانستان لپاره خورا مهم دي.


د سوپر سېکس سیالیو په لړ کې افغانستان کې د نړۍ له بېلابېلو مخکښو لوبډلو سره ۲۴ لوبې لري چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د تګ لپاره یې لږ.ترلږه د ۱۴ ګټل ورته اړین دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...