Home » سپورټ » زمبابوې پاکستان ته په وروستی لوبه کې ماتې ورکړه
رویداد خبري آژانس

زمبابوې پاکستان ته په وروستی لوبه کې ماتې ورکړه

زمبابوې پاکستان ته په درېیمه او وروستی یوه ورځینۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

یادې سیالۍ چې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېږي، زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې وکولای شو، د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په سوپر اور کې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.

زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې په شپږو لوبغاړو 278 منډې جوړې کړې، پاکستانۍ لوبډلې هم د ۹ لوبغاړو په سوځېدو 278 منډې جوړې کړې، چې لوبه مساوي شوه.

رویداد خبري آژانس

تر دې وړاندې دوه لوبې پاکستان ګټلې وې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې.

د دواړو لوبډلو ترمینځ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ اوله لوبه د دې میاشتې په ۷ نېټه ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...