راپورونه وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام اباد وروسته کابل ته راغلی دی.
بلخوا د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا کې یوې سرچینې هم د نوموړي راتګ کابل ته تایید کړي دي.
هغه به په دې سفر کې له افغان چارواکو سره د مذاکراتو پر دویم پړاو خبرې وکړي.
مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې هغه له اسلام اباد دوحې ته تللی دی.
زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په خپل ټوېټر لیکلي و، چې قطر او څو نورو هېوادونو ته په دې هیله سفر کوي، چې د سولې د مذاکرو په بله مرحله کې محسوس پرمختګونه وشي.
هغه زیاته کړې وه، چې د هدفي وژنو په ګډون په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ سطحه د منلو نه ده او هغه کسان چې تاوتریخوالی غځوي، غواړي د سولې بهیر او د افغانستان راتلونکی زیانمن کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په شپه په یوه اعلامیه کې وویل، زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، قطر او ترکمنستان په سفر وتلی دی.