Home » افغانستان » زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن تر دوحې وروسته پاکستان ته لاړ شي او ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې کوي.

خلیلزاد داسې مهال پاکستان ته ځي چې تر دې وړاندې یې په کابل کې له افغان چارواکو او سیاسیونو او په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي.

نوموړي همدا راز له ځان سره د مذاکراتو لپاره د یوې نوې طرحې پیغام هم راوړی و او هغه یې له افغان او طالب مشرانو سره شریک کړی دی.

په ټوله کې د خلیلزاد وروستی سفر د افغان سولې په اړه مهم ګڼل کېږي او امریکا هم وایي چې خلیلزاد به په دې سفر کې د جګړې د ختمولو لپاره یوه جامع لار پلټي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...