Home » افغانستان » روغتیا وزارت: نن روغتیاپالانو ته په ټول افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ضد واکسین پیلېږي
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت: نن روغتیاپالانو ته په ټول افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ضد واکسین پیلېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې نن چهارشنبه (د کب ۶مه نېټه) به په خاص ډول روغتیاپالانو ته په ټول هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د واکسین پیل شي.

د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل: “تمه ده چې په څه باندې ۶۰۰ روغتیایي مرکزونو کې روغتیاپالانو ته سر له نننه د واکسین ورکړه پیل شي او له لسو تر پنځلسو ورځو به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته واکسین ورکړل شي.”

هند له افغانستان سره د سټرازینیکا واکسین پنځه لکه ډوزه مرسته کړې ده چې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) په رسمي ډول د دې واکسین کمپاین پیل شو او په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې دا واکسین درې سوه پنځه اویا تنو ترلاسه کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...