په پاکستان کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» په نوم د درسي کتاب د مخکتنې مراسم د اکتوبر پر ۲۷مه د دغه سفارت په ودانۍ کې ترسره شوي دي.
په دغو مراسمو کې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي خورف، په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب، د کتاب لیکوال او د پاکستان د ملي عصري ژبو پوهنتون (نومل) استاد حفیظالرحمن دوران، د دغه پوهنتون د پاکستاني ژبو څانګې مشر ډاکټر محمد فاروق انجم او د پاکستان د علمي او رسنیزو کړیو یو شمېر استازو ګډون کړی و.
البرټ خورف په خپله وینا کې وویل، په اسلاماباد کې د روسیې په سفارت کې د دغو مراسمو د جوړولو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو او سیاسي کړیو پام د افغانستان او پاکستان د خلکو ګډې ژبې او د دواړو لورو ترمنځ د متقابل تفاهم په پیاوړتیا کې د هغې رول ته راواړوي.
هغه ټینګار وکړ چې دغه نوښت د اسلاماباد او کابل ترمنځ د اختلافونو د کمولو په برخه کې د روسیې د هڅو یوه بله بېلګه ګڼل کېدای شي.
د روسیې سفیر د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي په رامنځته کولو کې د ژبې رول ته په اشارې وویل، پښتو ژبه کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پخلاینې ژبه شي؛ لکه څنګه چې روسي ژبه هم کولای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د پخلاینې لپاره زمینه برابره کړي.
پښتو ژبه
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس