Home » افغانستان » روح الله خانزاده:د کندهار په امنیتي برخه کې به ډېر ژر مثبت بدلونونه راشي
رویداد خبري آژانس

روح الله خانزاده:د کندهار په امنیتي برخه کې به ډېر ژر مثبت بدلونونه راشي

د کندهار ولایت نوی والي روح الله خانزاده وایي، چې په دغه ولایت کې په امنیتي برخه کې به ډېر ژر مثبت بدلونونه راولي.

د کندهار والي وايي طالبانو د سولې له نامه په استفادې جګړې ډېرې کړې دي.

د کندهار والي روح الله خانزاد هوایي طالبان د کوټې شورا له لارې په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې عملیات پلانوي او تر دې دمه د سولې خبرو لپاره دوی خپلې جګړې نه دي کمې کړې.

د خانزاده په خبره دوی د سولې خبرو ته خوشاله دي او ملاتړ یې کوي خو تر څنګ یې دغه ډول بریدونه او تاوتریخوالی هم دوی ته د منلو نه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې په کندهار کې یې په امنیتي او دفاعي برخه کې پراخ بدلونونه راوستلي دي او هڅه کوي ددغه ولایت امنیت بېرته تامین کړي او سقوط شوې پوستې له سره فعالې کړي.

کندهار د هېواد هغه ولایت دی چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سختو جګړو شاهد و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...