د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ارغندیوال ته په اشاره ویلی، دا چې د غني له ټیم پخیر او په ګنډلي ګرېوان خلاص شوې مبارک دې شه.
د رحمت الله نبیل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «له هماغه ورځې ستاسو ځای په دې حلقه کې نه وو، دا چې په ګنډلي ګرېوان ترې را خلاص شوې مبارکي درته وایم.»
دا په داسې حال کې دی چې ولسمشرغني د یو فرمان له مخې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې محمد خالد پاینده د سرپرست وزیر په توګه وګوماره.
د مالیې د وزیر عبدالهادي ارغندیوال تر ګوښه کېدو څو شېبې وروسته د دغه وزارت د ارتباطاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند شمروز خان مسجدي هم له خپلې دندې استعفا ورکړه او دلیل یې خپلې شخصي ستونزې یادې کړې وې.
د یادونې ده چې دا دویم وزیر دی چې لومړی له ولسي جرګې رایه ترلاسه کړي او ولسمشر یې بېرته له دندې ګوښه کړي. تر دې وړاندې یې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني هم له دندې ګوښه کړ او ورته دلیلونه یې د نوموړي د لرې کېدو لاملونه وبلل.