Home » سپورټ » راشد خان د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوالو سیالیو د لوبډلمشرۍ څخه ډډه وکړه
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، راشد خان

راشد خان د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوالو سیالیو د لوبډلمشرۍ څخه ډډه وکړه

د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ویلي،د شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې د لوبډلمشرۍ وړاندیز یې نه دی منلی.

راشد خان له کرک انفو سره په تازه مرکه کې ویلي، دا غوره ګڼي چې د لوبډلمشر پر ځای د یوه لوبغاړي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

راشد زیاته کړې، که اړتیا وه حاضر دی د مرستیال لوبډلمشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره دوشنبه وویل چې راشد خان به د ۲۰ اووره نړیوالو سیالیو د لوبډلمشر د مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

کرکټ بورډ د اصغر افغان پر ځای د یو ورځنیو او ټسټ لوبو لپاره حشمت‌الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت‌شاه زرمتی د مرستیال په توګه اعلان کړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...