دافغانستان دفاع وزارت وایي د کندهار ولایت په دریو ولسوالیو کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
یاد وزارت نن دوشنبه (د سلواغې۱۳مه نېټه) په خبره کړې اعلامیه کې ویلي، د کندهار ولایت ارغنداب، ډنډ او پنجوایې ولسوالیو اړوندو سېمو کې پر افغان ځواکونو د برید په موخه ټول شوي وو.
اعلامیه کې راغلي، افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هوايي قواوو په ملاتړ دغه طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې ۳۰ طالبان وژل شوي، او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو اووه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړي دي، او همدارنګه ۴ کړۍ ماینونه چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي وو، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ کړای شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند په “عینک” او “ګرونج کلا” سېمو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالب وسله والو د یوه سرګروپ مولوي احسان په ګډون، ۱۳ طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور یې ټپيان شوي دي.