Home » افغانستان » دفاع وزارت:په غزني کې د تېرې ورځې موټر بم چاودنې طراح ووژل شو
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:په غزني کې د تېرې ورځې موټر بم چاودنې طراح ووژل شو

د دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټر بم برید طراح له ۷ تنو نورو وسله والو سره وژلی دی.

دافغانستان د ملي دفاع وزارت نن دوشنبه د نومبر ۳۰ (لېنډۍ ۱۰) په خپره کړې خبرپاڼې کې ویلي چې «حمزه وزیرستاني» په غزني کې د ملي اردو پر یو مرکز د تیرې ورځې برید پلان کړی و.

دفاع وزارت ویلي چې نوموړ شخص تیره شپه له خپلو ملګرو سره د غزني ولایت د «ګیرو» ولسوالۍ په «علي شیر خېل» سیمه کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

تر دا مهاله د غزني د تیرې ورځې موټر بم برید مسؤلیت چې د چارواکو په وینا ۳۰ سرتیري ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...