Home » افغانستان » دفاع وزارت: کندهار کې ۵۳ طالبان ووژل شول
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: کندهار کې ۵۳ طالبان ووژل شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې ۵۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسله‌وال تېره ورځ د کندهار په ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې هغه مهال ووژل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په هدف راټول شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې امنیتي ځواکونو دغه وسله‌وال په نښه کړل چې په نتیجه کې یې ۵۳ طالبان وژل شوي، ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي او هم د دې ډلې د ماینونو یوه زېرمه‌یې له‌منځه یوړل شوه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...