Home » افغانستان » دفاع وزارت: کندهار کې ۱۹طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: کندهار کې ۱۹طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت وایي کندهار ولایت کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او نور ټپیان دي.

دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې وسله والو طالبانو د کندهار پنجوايي ولسوالۍ په یار وکلا سیمه کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي،چې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو په ترڅ کې په شاه وتمبول، چې په پایله کې ۱۵ تنه طالب وژل شوي، او څلور نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت وایي چې د وسله والو ۶ پټنځایونه هم له منځه یوړل شول.

بل لوري ته د هلمند ولايت په نهرالسراج او ناوې ولسواليو کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه يې ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت د یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وسله والو طالبانو د ناوې او نهرالسراج په ولسواليو کې پر افغان ځواکونو په پوستو يې بريدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابه بریدونو کې ۷ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت اعلامیه کې راغلي د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د دښمن ۲ جسدونه، ۱ ميل کلاشينکوف، ۳ شاژور او ۲ موټرسايکل ترلاسه شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...