د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفي برید کړی دی.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دغه برید کې چې پرون ( شنبه) شوی، د طالبانو ۱۵ غړي وژل شوي دي.
دفاع وزارت رسنیو ته د همدې برید یوه وېډیو هم لېږلې چې پر یوه کور له هوایي بریده وروسته شنه لوخړه پهکې معلومېږي.
بلخوا د دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د څلور وسله والو طالبانو ته وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان ځواکونو یې د کندهار په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال څلور طالبان وژلي دي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، د وسله والو طالبانو ۴ موضع، ۲ پټنځایونه او یوشمېر وسلې او مهمات له منځه یې وړلي دي. او همدا راز د طالبانو ۵۰ کړۍ ماینونه د افغان ځواکونو له لوري کشف او شنډ کړای شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.