Home » افغانستان » دفاع وزارت اسلام اباد ته:بې ځایه تورونه مه لګوئ، ټول پوهېږي چې ترهګر چېرته دي
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت اسلام اباد ته:بې ځایه تورونه مه لګوئ، ټول پوهېږي چې ترهګر چېرته دي

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستاني پوځ دا خبرې رد کړې دي چې ویلي یې وو د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې خپل فعالیتونه له افغانستانه تنظیموي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په همدې تړاو یوې تازه مرکه کې ویلي، د پاکستاني پوځ وروستۍ څرګندونې بې بنسټه دي او په خبره یې اوس په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې د ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه چېرته دي او څوک یې تمویلوي.

امان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هیڅ یوې ډلې ته په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د جماعت الاحرار ډله بېرته د پاکستاني طالبانو له تحریک سره یو ځای شوې او دغه دواړه ډلې په افغانستان کې پلانونه جوړوي او پاکستان کې یې عملي کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...