دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د غور په مرکز فېروزکوه کې موټربم چاودنې ۱۲ ملکي وګړي وژلي او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين پر خپل ټوېټر ليکلي، دغه پېښه نن یکشنبه د اکټوبر ۱۸ (تلې ۲۷) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې.
د ارین په خبره، يو کرولا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، په فېروزکوه ښار کې د شهيدانو او معلولينو رياست او د امنيه قومندانۍ لومړي قراول ته نېږدې چاودنه ورکړل شوه.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپيان شوي دي.
تر دې مهاله د دې بريد مسووليت د طالبانو په ګډون کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.