Home » افغانستان » درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد په اړه د ا.ا اندېښنه
افغان کډوال

درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد په اړه د ا.ا اندېښنه

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.

د دغه وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، د راپورونو له مخې، امریکا غواړي هغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي، چې تر اوسه یې په دغه هېواد کې د قانوني اقامت اسناد نه دي ترلاسه کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ا.ا د خپلو ټولو اتباعو د حقونو او خوندیتوب مسوولیت لري او د هغوی د انساني کرامت، اصولو او نړیوالو منل شویو حقونو درناوی اړین بولي.

د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي، چې د افغان کډوالو په اړه هر ډول پرېکړې په مسوولانه او سنجول شوې توګه وکړي، له اړوندو افغانانو سره مشوره وکړي او د هغوی د حقونو او ګټو د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د افغان کډوالو په اړه هر ډول پرېکړې باید د انساني کرامت، حقونو او بشري معیارونو په پام کې نیولو سره وشي.

ا.ا په پای کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

روبیو د نړیوال اقتصادي ثبات پر ساتلو د G20 پر غړو هېوادونو غږ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو ...