لویې څارنوالۍ نن دوشنبه د دسمبر ۲۸ (مرغومي ۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت منسوبینو او د لویې څارنوالۍ استازي د کشفي اطلاعاتو پر اساس د مشرانو جرګې درې تنه غړي د بډې اخیستې په تور باالفعل نیولي دي.
د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت په ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د یکشنبې په ورځ د ۴۰ زره امریکایي ډالرو بډې اخیستې په تور نیول شوي دي.
دغه کسان په بلخ ولایت کې چې هلته د ځينو چارو څارنې لپاره تللي وو، نیول شوي دي.
لویه څارنوالي وایي د دې قضیې معلومات یې په لیکلي بڼه مشرانو جرګې ته هم استول شوي دي.
خو دا نه دي ویل شوي، چې دا کسان څوک دي.
مشرانو جرګې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.