د کابل پولیس وايي، چې په شپاړسمه حوزه کې یې د عملیاتو پر مهال ۵ زره لیتره شراب او ۸۰۰ کیلو ګرامه نشهيي توکي نیولي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، پولیسو د دویمځلي عملیاتو پر مهال بیا تر ۸۰۰ ډېر هیروئین، دوه کیلو ګرامه ډېره ښیښه نیولي دي.
د فرامرز په خبره، چې دا نشهيي توکي له پغمان ولسوالۍ څخه کابل ښار ته انتقالېدل.
د پولیسو په وینا، چې لومړي عملیات یې د نشهيي توکو پر یوه کارخانه وکړل، چې تر ۵ زرو لیترو زیات شراب او نور نشهيي توکي یې ونیول.
د کابل ځانګړي پولیس د نشهيي توکو پر وړاندې دا عملیات داسې مهال ترسره کوي، چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د شرابجوړولو یوې لویې فابریکې رسماً په کار پيل وکړ.