Home » افغانستان » د کابل د تېرې ورځې بریدونو پړه ډاعش ډلې ومنله
رویداد خبري آژانس

د کابل د تېرې ورځې بریدونو پړه ډاعش ډلې ومنله

د اسلامي‌ دولت يا داعش په نوم ترهګرې ډلې د کابل د تېرې ورځې بريدونو پړه منلې ده.

د يوې انترنېټي اعلاميې له مخې يې پر کابل ۲۸ کاتيوشا توغندي توغولي‌ دي.

په کابل کې د تیرې ورځې بريدونو پړه چې د وروستيو رپوټونو له مخې يې لږ تر لږه ۸ تنه وژلي‌ او له ۵۰ څخه زیات ژوبل کړي‌ دي،‌ د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلې ده.

یادې ډلې په انترنېټ کې په يوه خپره کړې اعلاميه کې ویلي چې د ۲۸ کاتيوشا توغنديو په واسطه د تر سره شوو بريدونو هدف په کابل ښار کې د زيات حفاظت شنه ساحه وه چې د ارګ تر څنګ پکې د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو سفارتونه هم شتون لري.

رویداد خبري آژانس

دا په داسې حال کې ده چې د مړو شمېر هم لوړ شوی دی او اوس له لږ تر لږه ۸ وژل شوو او په لسګونو ټپيانو څخه خبرې کيږي.

داعش په دې وروستيو کې په افغانستان کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی چې د کابل پر پوهنتون باندې د بريد پړه يې هم منلې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...