Home » سیمه او نړی » د ډونالد ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې
رویداد خبري آژانس
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د ډونالد ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې

د امریکا په کانګرس کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې او تمه ده چې د وروستیو بحثونو په اړه وروستۍ نتیجه نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) اعلان شي.

په دې پسې به احتمالاً د پخواني ولسمشر د محکومولو یا برائت ورکولو لپاره رایې واخېستل شي.

د ټرمپ مدافع وکیلانو پرون- جمعه خپله وروستۍ دفاعیه واوروله او د دې لپاره یې له خپلو ټاکلو شپاړلس ساعتونو یوازې درې ساعتونه وکارول.

ټرمپ تورن دی چې په یوه وینا کې یې خپل پلویان د فبروري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ یرغل ته هڅولي دي.

پرون په سنا کې د پخواني ولسمشر د استضاحیه محاکمې څلورمه ورځ وه. د سنا غړي په دې محاکمه کې د قاضیانو په توګه عمل کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...