Home » سپورټ » د میدان وردګو کرکټ لوبغالي د رغونې چارې روانې دي
رویداد خبري آژانس

د میدان وردګو کرکټ لوبغالي د رغونې چارې روانې دي


د میدان وردګو ولایت د کرکټ لوبغالي د لومړي پړاو رغنیزې چارې یې په چټکه توګه روانې دي چې په یاد پړاو کې یې د ډکون او هوارولو چارې شاملې دي او ورپسې به د پوېلین، د نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه او چمن کرلو چارې هم پیل شي.

یاد لوبغالی چې پر ۲۲ جریبه ځمکه رغیږي، د رغونې چارې یې د تېرې اګست میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شوې چې ټوله پروژه به د ۱۸ میاشتو (یو نیم کال) په موده کې بشپړ او ګټې اخیستو ته وړاندې شي.

رویداد خبري آژانس


د میدان وردګو کرکټ لوبغالي د رغونې په پروژه کې د ځمکې د ډکون او هوارولو، د پوېلین جوړولو، د څلور زره نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه یا څوکۍ، د اوبه خور سیستم او چمن کرلو چارې شاملې دي چې دا دی د لومړي پړاو کارونه یې په ډېره غوره او ښه توګه روان دي.

رویداد خبري آژانس


د یادولو ده چې په هېواد کې‌ د کرکټ د لا ډېر ترويج او پرمختګ په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په ننګرهار، لوګر، پکتیکا، بلخ، زابل او يو شمير نورو ولايتونو کې د کرکټ په روزنځایونو او لوبغالو کار روان دی چې سربېره پر دې د کندهار ولایت د میلمستون رغنیزې چارې هم په چټګ ډول روانې دي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...