Home » افغانستان » د ملا عمر زوی پوځي‌ مشر ټاکل شوی
رویداد خبري آژانس
ملا عمر زوی

د ملا عمر زوی پوځي‌ مشر ټاکل شوی

په کابل کې طالب چارواکي وايي د دې ډلې په مشرتابه کې یې له افغان حکومت سره د سولې د بین الافغاني خبرو نه مخکې پام وړ بدلونونه راوستي دي. څارونکي بین الافغاني خبرو ته دا د طالبانو د جدیت یوه نښه بولي.

اخوا افغان حکومت هم ویلي چې د سیمې او اروپايي هېوادونو د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی دی.

 بي بي سي   په دې راپور کې وايي، د طالبانو مشرتابه په بدلون کې د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د زوی ملا محمد یعقوب ګومارنه هم شامله ده.

یو دیرش کلن ملا محمد یعقوب د طالبانو د پوځي ځانګې د مشر په توګه ګومارل شوی دی. دغه راز د طالبانو په مذکراتي ټیم کې هم څو تنه نورې ځواکمنې څېرې هم شاملې کړل شوې دي.

د ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو په ډله کې د دې بدلونونو موخه پر سیاسي او پوځي برخو لا ډېر کنټرول په ګوته شوی.

خبریالان وايي دا بدلونونه ښايي د دې څرګندوی وي چې طالبان له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته څومره جدي دي.

خو له بین الافغاني خبرو د مخه په وروستیو کې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او معلومه نه ده چې د ملا محمد یعقوب له ټاکل کېدو سره به د طالبانو پوځي فعالیتونه کم شي او که برعکس لا به ډېر شي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ملا محمد یعقوب د سیاسي حل لارې پلوی دی، خو نوموړي له مهمو پرېکړو څنګ ته کړای شوی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...