د ا.ا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو درې افغانان خوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دا کسان په عراق کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په شپږ میاشتې زندان محکوم شوي وو.
د راپورونو له مخې، دا درې کسان په بغداد کې د افغانستان د سفارت د هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.
بلخوا تر دې وړاندې د عراق له زندانونو د ۲۵ افغانان د خوشې کېدلو او افغانستان ته راستېدو خبر ورکړل شوی و.
راپورونه ښيي چې لا هم په زرګونه افغانان په ایران، پاکستان او عربي هېوادونو کې بندیان دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس