Home » افغانستان » د سولې مذاکراتو دواړو ټیمونو له ۵ اونیو ځنډ وروسته سره لیدلي
رویداد خبري آژانس

د سولې مذاکراتو دواړو ټیمونو له ۵ اونیو ځنډ وروسته سره لیدلي

د افغانستان د دولت او وسله والو طالبانو د سولې مذاکراتي ټیمونو له نږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته پرون ماښام سره لیدلي دي.

د افغان دولت مذاکراتي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ پیغام خپور کړی.

رویداد خبري آژانس

په پیغام سربېره د لیدنې په اړه د ټيم د یوه غړي غلام فاروق مجروح خبرې هم خپرې شوي:”دوشنبه د کب څلورمه ماښام مهال دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ ناسته وشوه. په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم د اجنډا په جزئیاتو کار وکړي او مذاکرات په نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي.”

بل لوري ته د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي پيغام کې د دوشنبې ماښام ناستې یادونه کړې ده.

هغه ویلي، ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.

وروستی وار دواړه ټیمونه د جنورۍ په ۱۷مه په دوحه کې سره ناست و.

د سولې مذاکراتي ټیمونو داسې وخت سره وکتل چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه کېدل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...