Home » سیمه او نړی » د روغتیا نړیوال سازمان: په ۶ میاشتو کې پر ۳۳۰ میلیونه کسانو د کرونا واکسین وېشو
رویداد خبري آژانس

د روغتیا نړیوال سازمان: په ۶ میاشتو کې پر ۳۳۰ میلیونه کسانو د کرونا واکسین وېشو

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان کواکس پروګرام وایي چې دوی به په لومړۍ مرحله کې ددغه پروګرام د غړو هېوادونو پر ۳۳۰ میلیونه وګړو د کرونا واکسین وویشي.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ویلي چې د هند، امریکا او چین له شرکتونو جوړ شوي واکسین ددوی په واک کې دي او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر نیمایي د کواکس پروګرام د غړو هېوادونو پر ۳۳۰ میلیونه وګړو دغه واکسین وویشل شي.

د کواکس پروګرام د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري جوړ شوی چې موخه یې په عادلانه توګه پر ټولو هېوادونو د کرونا واکسین وېشل ښودل شوي دي.

نږدې ۱۹۰ هېوادونه ددغه پروګرام غړیتوب لري چې ځينې یې د واکسین تولیدوونکي او ځینې یې مصرفوونکي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...