Home » اقتصادی » د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د جوړولو چارې روانې دي
د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ چارې

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د جوړولو چارې روانې دي

د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورومې قطعې د جوړولو چارې روانې دي.

د دغه ادارې مرستیال میروس میرزکوال وایي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د څلورومې قطعې د جوړولو چارې رواني دی.تر دې مهاله د یادې پروژې د بدنه جوړوني، د وړو تېږو اچول، د سیخونو تړل او د کانکریت اچولو ځینې کارونه بشپړه شوي.

نوموړی زیاته کړې یاده پروژه د ۴۳ کیلومتره په اوږدوالي سره د هرات ولایت له غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تیریږې او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د دریمې برخې په دوام چې له دې مخکی یې چارې د ۶۳ کیلومتره په اوږدوالي سره بشيړې شوي وې، جوړیږي.

رویداد خبري آژانس
د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د

هغه ویلي د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز، څلورمې قطعې د جورولو هوکړه لیک د INKON KZ قزاقستاني شرکت سره لاسلیک شوي وه، او لګښت یې چې ۵۸.۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

رویداد خبري آژانس
د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ

د یاد ونې وړده چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د دویم فاز، څلورومه قطعه چې ۴۴ کیلومتره اوږدوالی لري د ډیټل ډېزاین پروسې چارې یې بشپړې شوي او دا مهال یې د ساختمان جوړولو چارې په تدارکاتې پړاو کې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...