د ترکي دولتونو سازمان د خپلې دیارلسمې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او دوامدارې پراختیا لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان امنیتي وضعیت، سیاسي بدلونونه او بشري شرایط له نږدې څاري.
اعلامیه زیاتوي، چې د سازمان غړو هېوادونو هوکړه کړې، څو د ځانګړې کاري ډلې په ګډون، د شته میکانېزمونو له لارې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس