د بشري حقونو نړیوال بنسټ(IHRF) د اعلامیې په خپرولو سره وایي، پر ملکي وګړو بریدونه له نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د دوی په خبره، د نوزېږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ وژلو لپاره هېڅ ډول توجیه د منلو نه ده.
یاد بنسټ د پاکستان د برید په تړاو د بېړنیو، خپلواکو او نړیوالو څېړنو د غوښتنې ترڅنګ، د هغو کسانو د ځواب ویلو غوښتنه هم کړې چې د دې برید امر یې ورکړی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس