د ډیلي مېل د راپور له مخې، د امریکا فدرالي پلټونکو د کانګرېس د غړې ایلهان عمر په کور کې د پلټنې پر مهال د هغې پاسپورټ او د DNA اړوند شواهد ترلاسه کړي دي.
راپور زیاتوي، چې دا پلټنه د هغو تورونو په تړاو روانه ده چې ګواکې عمر له خپل ورور سره د واده له لارې هغه ته د امریکا د دایمي استوګنې کارت د ترلاسه کولو هڅه کړې وه.
راپور زياتوي چې، د امریکا د سرحدي چارو چارواکي ټام هومن ویلي، که د پلټنو پر مهال د کډوالۍ په اسنادو کې درغلي ثابته شي، ښايي مېرمن عمر د تابعیت له لغوه کېدو او له امریکا څخه د ایستلو له قانوني بهیر سره مخ شي.
خو د کانګرېس دغې غړې ياد تورونه رد کړي او دا څېړنه یې سیاسي بللې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس