د کابل ولایت مقام خبر ورکړی، چې د هېواد د اوو زونونو د والیانو د همغږۍ نوبتي غونډه د کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کندز او پکتیا د والیانو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د امنیت پر پیاوړتیا، د سرحدي چارو پر تنظیم، د قاچاق او نشهیي توکو د کښت پر مخنیوي، د کانونو پر قانوني استخراج، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو پر حل خبرې وشوې.
همدارنګه، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ښهوالی، د حوزوي روغتونونو پیاوړتیا او د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د ارزونې لابراتوارونو جوړول هم د دې غونډې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وو.
د کابل ولایت مقام زیاته کړې، چې د غونډې په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د کابل ولایت مقام
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس