Home » سپورټ » د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډله په لومړي ځل پاکستان ته د سیالیو لپاره ځي
رویداد خبري آژانس

د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډله په لومړي ځل پاکستان ته د سیالیو لپاره ځي

د راپورونو پر اساس د پاکستان او انګلستان کرکټ بورډونه دې هوکړې ته سره ورسېدل، چې انګلستانۍ ښځينه کرکټ لوبدله به په روان ۲۰۲۱م کال کې د پنځو سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

دا به د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډله د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې سره د سیالیو په موخه پاکستان ته سفر کوي.

ایسفاین کریک‌انفو خبر ورکړی، چې انګلستانۍ او پاکستانۍ ښځینه لوبډلې به د پاکستان په کوربتوب لومړی دوې شل اوریزه او بیا وروسته درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې.

د یاد خبر له مخې شل اوریزه لوبې د اکتوبر په ۱۴مه او ۱۵مه پلان شوي، خو یو ورځنۍ لوبې بیا د اکتوبر په ۱۸مه ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.

دا پنځه واړه لوبې به په کراچۍ کې ترسره شي.

له دې هوکړې وروسته د پاکستان او انګلستان کرکټ بورډونو خوښي ښودلې او ویلې یې دي، چې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د انګلستانۍ لوبډلې یاد سفر به یو تاریخي سفر وي.

د انګلستان په کرکټ بورډ کې د ښځینه وو برخې مسوولي کلر کانر ویلي:” موږ په پوره توګه خوشحاله یو، چې نن ورځ دا تاریخي اعلامیه اعلانوو. د انګلستان ښځینه لوبډلې هیڅ وخت پاکستان ته د سفر کولو تجربه نه ده لېدلې، نو په دې اساس زموږ د کرکټ په تاریخ کې یو بل مهم ګام دی.”

رویداد خبري آژانس

دا دوه بورډونه وروسته له هغه په پاکستان کې د ښځینه سیالیو پر ترسره کولو هوکړې ته ورسېدل، چې څه موده وړاندې یې د نارینه وو ملې لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربتوب د دوو شل اوریزه سیالیو خبر ورکړ.

د یاد خبر له مخې د انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې به دوې شل اوریزه سیالۍ د اکتوبر میاشتې په ۱۵مه او ۱۷مه نېټه ترسره کړې.

له ۱۶ کلونو وروسته به دا لومړی ځل وي، چې د انګلستان نارینه کرکټ ملې لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

دا لوبډله له ۲۰۰۵م کال څخه راوروسته پاکستان ته نده تللې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...