Home » دسته‌بندی نشده » د امریکا د استازو جرګې ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره استیضاح کړ
رویداد خبري آژانس

د امریکا د استازو جرګې ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره استیضاح کړ

وروسته تر هغه چې د ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګرس برید وکړ د استازو جرګې ټرمپ د دغه اعتراض کوونکو د هڅونې په تور د دوهم ځل لپاره استیضاح کړ.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرس د استازو جرګې تېره ورځ د ټرمپ د استیضاح لپاره رایه اچونه وکړه چې ۲۳۲ کسانو د ټرمپ د استیضاح لپاره رایه ورکړه او تایید یې کړه، دغه راز ۱۹۷ کسانو بیا د رد رایه ورکړه چې د ټرمپ له استیضاح سره یې مخالفت وښود. په ۲۳۲ هغه کسانو کې چې د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې ده لس تنه یې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي و چې د خپل ګوندي خلاف رایه یې وکاروله.

دغه راز په دې غونډه کې د استازو د جرګې مشرې نانسي پلوسي وویل، ټرمپ ازادي او د قانون حاکمیت ته ګواښ دی.
 دغه راز د استازو جرګې د استیضاح دغه طرحه به د سنا مجلس ته وړاندې کېږي چېرې چې د جمهوري غوښتونکو غړي زیات دي او که چېرې یاده طرحه په سنا مجلس کې هم د غړو د تایید وړ وګرځي ډونالډ ټرمپ به د تل لپاره د امریکا له ټاکنو خلاص شي او بیا به په ټاکنو کې ګډون نه شي کولای.

ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشرانو کې لومړی ولسمشر دی چې د استازو جرګې له خوا دوه ځلې استیضاح کېږي تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې هم د استازو جرګې نوموړی استیضاح کړی و، خو بېرته په ۲۰۲۰ کال کې د سنا مجلس هغه له استیضاح خلاص کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې یوازې یوه اونۍ یې د کاري مودې پاتې ده له هغه وروسته به د امریکا واک نوي ولسمشر جوبایډن ته ورکوي، خو د کارپوهانو په خبره داسې نه ښکاري چې ډونالډ ټرمپ دې له استیضاح وروسته مخکې د کاري دورې تر پای ته رسېدو واک پرېږدي.

ټاکل شوې د رواني جنوري میاشتې په ۲۰مه نېټه د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کاملا هاریس لوړه وکړي او د امریکا واک د څلورو کلونو لپاره په لاس کې واخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...