د امازون شرکت موسس جیف بیزوس وایي، دی او ورور به یې راتلونکې میاشت د ده د شرکت بلو اوریجن له لوري جوړه شوې فضایي بېړۍ کې فضا ته سفر وکړي.
بیزوس پرون دوشنبه په انستاګرام پاڼه کې ویلي چې له پنځه کلنۍ یې فضا ته د تلو خوب لیده چې هغه ته به د جولای په ۲۰مه عملي بڼه ورکړي. هغه ویلي چې له خپل ورور او نږدې ملګري سره به دغه هیجاني سفر سر ته ورسوي.
بلو اوریجن (Blue Origin) وویل چې بیزوس او د هغه ورور مارک به لومړني کسان وي چې د دې شرکت په نیو شیپارډ بېړۍ که فضا ته ځي.
په دې بېړۍ کې درېیم ځای داوطلبي ته سپارل شوی چې تر اوسه د نړۍ له ۱۴۳ هېوادونو نږدې ۶ زره کسانو پهکې ګډون کړی دی. تر اوسه د دغې څوکۍ بیه دوه ملیون او اته لکه ډالرو ته رسېدلې. دغه داوطلبي پنځه ورځې وروسته د جون په ۱۲مه پای ته رسېږي.