Home » افغانستان » د اقتصاد وزارت: د ټاپي پروژې کارونه به ډېر ژر پیل شي

د اقتصاد وزارت: د ټاپي پروژې کارونه به ډېر ژر پیل شي

د اقتصاد وزارت مسوولین وایي چې په افغانستان کې د دې پروژې لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د دې پروژې لومړني کارونه بشپړ شوي او یاده پروژه د اقتصاد وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه زیاته کړې ده: “ټاپي پروژه د هېواد له بنسټیزو او اړینو پروژو څخه ده، په هېواد کې دننه د دې پروژې لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.”

له بلې خوا په کابل کې د ترکمنستان سفیر، محمد مراد امان اف او په ترکمنستان کې د ټاپي شرکت مشر د بهرنیو چارو له وزیر، امیر خان متقي سره سه شنبې د زمري ۲۳مه کتلي او له هېواد څخه یې تر افغانستان پورې یې د ګازو نلیکې د کار بشپړواي خبر هم ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د ټاپي ګازو نلیکې اوږدوالی یو زر او ۸۰۰ کیلو متره اټکل شوی، چې ټاکل شوې، په یو کال کې به ۳۳میلیارد متر معکب ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...