د افغانستان لپاره د امريکا د جګړې د څېړنې کمېسیون مشرانو شمېلا چوهدري او کولین جکسن اعلان کړی، چې د امریکا کانګرس د دغه کمېسیون کاري موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.
ياد کمېسیون د اګست پر ۲۷مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه تمدید به ورته د افغانستان د شل کلنې جګړې د هراړخیزې، خپلواکې او دقیقې ارزونې د بشپړولو لپاره کافي وخت برابر کړي.
د اعلامیې له مخې، د کمېسیون د کاري مودې تمدید د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو له لوري د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو په ملاتړ تصویب شوی دی. ټاکل شوې د کمېسیون وروستی راپور د ۲۰۲۷ کال په اګست کې خپور شي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د جګړې کمېسیون په ۲۰۲۱ کال کې جوړ شوی او دنده یې د افغانستان په اړه د امریکا د دوه لسیزو جګړې هر اړخیزه ارزونه ده. کمېسیون وايي، د دې څېړنې موندنې کولی شي د راتلونکو امریکايي مشرانو لپاره د جګړو او پوځي مداخلو په اړه مهم درسونه او سپارښتنې وړاندې کړي.
د افغانستان د جګړې د امریکا کمېسیون
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس