Home » افغانستان » د افغانستان او پاکستان دیني عالمان سبا پنجشنبه پر سولې غونډه کوي
رویداد خبري آژانس

د افغانستان او پاکستان دیني عالمان سبا پنجشنبه پر سولې غونډه کوي

ټاکل شوې ده چې سبا چهارشنبه د افغان سولې په اړه د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ ګډه غونډه ترسره کيږي.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت وزارت وايي، دغه غونډه د سعودي عربستان په کوربتوب او رابطه عالم اسلامي بنسټ تر څار لاندې د يوې ورځې لپاره جوړېږي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د مشهورو علماوو ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان ځيني غړي، هلته د افغانستان او پاکستان سفيران او د دواړو هېوادونو د حج اوقافو وزيران به هم ګډون ولري.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې دا ناسته د سعودي عربستان په مکې ښار کې په انلاين بڼه ده، خو ځيني چارواکي به د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر هم وکړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو علماوو ناسته کړې وه او په افغانستان کې یې روانه جګړه د اسلام له نظره ناروا بللې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...