د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه نن یکشنبه (د چنګاښ ۲۰مه نېټه) د انګلستان او ایټالیا ترمنځ کېږي.
دغه سیالۍ نن شپه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویبملي سټډیوم کې کېږي.
په نیمه پایلوبه کې ایټالیا د اسپانیا او انګلستان د ډنمارک په ماتولو سره فاینل یا پایلوبې ته ووتل.
د اروپا د ملتونو جام سیالۍ د جون میاشتې پر ۱۱مه پیل شوې وې چې نن د جولای پر ۱۱مه پای ته رسېږي.