Home » سیمه او نړی » خبریال فریدمن:ممکن امریکا کورنیو جګړو کې ښکېله شي
رویداد خبري آژانس

خبریال فریدمن:ممکن امریکا کورنیو جګړو کې ښکېله شي

د نیویارک ټایمز مشهور کالم لیکونکی او تجربه لرونکی خبریال توماس فریدمن وایي، امریکا کې تر ټاکنو وروسته د کورنۍ جګړې احتمال خورا لوړ دی.

نیویارک ټایمز د سي ان ان په حواله د نوموړي له قوله ویلي، وروسته تر هغه چې ټرمپ وویل، راتلونکو ټاکنو کې د ناکامېدو په صورت کې د واک د سوله‌ییز لېږد ضمانت نه شي کولی، اندېښمن شوی دی، ځکه دده په خبره، دا په امریکا کې د کورنیو جګړو پیل احتمال پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړې، ده په ډېرو هېوادونو کې د کورنیو جګړو عوامل څېړلي او دې نتیجې ته رسېدلی دی چې په ډېریو هېوادونو کې کورنۍ جګړې د سیاسي کشمکشونو زېږنده دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا هم له ورته وضعیت سره مخ ده وویل، له بده مرغه باید ووایي چې امریکا کې وروستیو ګډوډیو ته په کتو دا احتمال ډېر لوړ دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...